پلخمري(پژواک، ٤ لړم ١٣٩٦: د بغلان ولايت د پوليسو چارواکي وايي چې ددې ولايت په تاله و برفک ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې نږدې شلو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د بغلان امنيې قوماندان مل پاسوال اکرام الدين سريع وايي چې د بغلان د تاله و برفک ولسوالۍ په کيهان او تورموش دره کې د ګډو عملياتو پايله کې ٩ وسله وال مخالفين وژل شوي او ١١ نور ټپيان دي.
نوموړي زياته کړه:((دا عمليات په داسې حال کې کېږي چې د تاله و برفک خلک د وسله والو مخالفينو له غير انساني او غير اسلامي فعاليتونو تر پزې راغلي او د ولسوالۍ په کچه د ورته عملياتو د سختوالي غوښتنه کوي.))
د بغلان ولايتي شورا غړي سميع الدين ناظر د وسله والو مخالفينو پر وړاندې د امنيتي ځواکونو ستاينه وکړه او ويې ويل چې د امنيتي ځواکونو عمليات بايد تر هغو ادامه ولري، څو چې له دې ولسوالۍ نه په بشپړ ډول نه وي پاک شوي.
د تاله وبرفک ولسوالۍ اوسېدونکي احمد رشاد احمدي وويل:((ددې عملياتو له لارې کمزوري کېږي، ښه ده چې پراختيا ومومي، څو د تاله او برفک ډېرى سيمو او لويو لارو نه نا امنۍ ورکې شي او خلک په ارامه روحيه وکولى شي چې له دې لارې تګ راتګ وکړي.))
login or register a new account.