ښرنه (پژواک، ٤ لړم ٩٦): د پکتيکا امنيتي مسوولين وايي، په وازېخوا ولسوالۍ کې د هوايي بريد او په زيړوک کې د نښتې پرمهال ٢٣ طالبان وژل شوي او ٢٠ ټپيان دي.
د پکتيکا د امنيت امر سمونوال دادالله خان هوتک، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه افغان هوايي ځواکونو د وازېخوا ولسوالۍ په شاهين کلي کې درې ځايه هوايي بريدونه کړي دي.
ده زياته کړه، په دې بريدونو کې ١٩ وسله وال طالبان وژل شوي او ٩ نور ټپيان دي.
له بلې خوا د ٢٠٣ تند قول اردو قوماندان جنرال رحم دل، پژواک ته وويل چې تېره شپه لسګونو طالبانو په زيړوک ولسوالۍ کې د ملي اردو پر پوستو بريدونه وکړل.
د هغه په وينا، په دې بريدونو کې چې پنځه ساعته يې دوام وکړ، ٤ طالبان وژل شوي او ١١ نور ټپيان دي.
دى زياتوي، په دې نښتو کې د ملي اردو دوه سرتېري هم ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP