Language

د غزني په دوه ولسواليو کې ٣٥ سانتي متره واوره شوې

غزني ښار(پژواک،٢٣لړم٩٦): د غزني په دوه ولسواليو کې ٣٥ سانتي متره واوره شوې چې له امله يې د دې ولسواليو لويې لارې له مرکز سره تړل شوې دي.

دغه واوره د غزني په جغتو او مالستان ولسواليو کې شوې ده.

که څه هم ددې ولايت اوسېدونکي له وخته وړاندې واورې ته خوشحاله دي خو وايي که دغه شان واورې دوام وکړي نو امکان لري چې ډېرې لارې بندې شي.

د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالوکيل پژواک ته وويل: (( زه له خپلو ملګرو سره همدا اوس په جغتو کې يم، خو دلته ډېره واوره شوې، لاره يې بنده کړې بېرته غزني ښار ته نشو راتللى.))

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې سيمه کې ٣٥ سانتې متره واوره شوې چې له امله يې ډېر موټر په لارو کې بند پاتې دي.

دغه راز د مالستان ولسوالۍ اوسېدونکي سيدعلي پژواک ته وويل چې له ډېرو کلونو وروسته په دې ولسوالۍ له وخته وړاندې واوره شوې ده.

هغه وايي: (( موږ دې واورې ته خوشحاله يو، که نوره هم وشي نو ټولې لارې به بندې کړي.))

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري پژواک ته وويل چې سږ کال په دې ولايت کې د نورو کلونو په پرتله له وخته وړاندې واوره شوې ده.

ده وويل چې سهار مهال د ځينو ولسواليو لارې بندې شوي چې د خلکو په مرسته بېرته خلاصې شوې.

د هغه په وينا، دوى د لويو لارو د خلاصولو لپاره پوره چمتوالى لري.

د غزني مالستان، ناور، جاغوري او جغتو ولسوالۍ سړې سيمې دي چې کله نا کله له وخته وړاندې واوره په کې کيږي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.