Language

سرابي: د افغان سولې په تړاو سيمه ييزه اجماع رامنځته شوې

مزارشريف (پژواک ۲۳لرم، ۹۶) د سولې عالي شورا مسوولين وايي چې د افغان دولت د ښې ديپلوماسۍ له امله په سيمه ييزه کچه د افغان سولې په تړاو اجماع رامنځ ته شوې ده.

د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د لړم په ۲۳مه، د افغان سولې په تړاو مشورتي ناسته وشوه.

په دغه ناسته کې د سولي عالي شورا مسوولينو او د بلخ ولايت ښځينه مدني فعالانو برخه لرله.

د سولي عالي شورا مرستيالې حبيبه سرابي د يادې ناستې په څنډه کې رسنيو ته وويل، له ځينو نړيوالو او سيمه ييزو هېوادونو سره د افغان دولت د ښه سياست او ديپلوماسۍ له امله د افغان سولې په تړاو اجماع رامنځ ته شوې ده.

نوموړې دغه حالت د سولې او د جګړې د کابو کولو لپاره ښه زمينه وبلله.

د هغې په وينا، دوی هڅه کوي چې له ورته حالت څخه پوره ګټه واخلي.

د بلخ نننۍ مشورتي ناستې يې د همدې هڅو يوه بېلګه وګڼله.

په ياده ناسته کې د بلخ ښځينه مدني فعالانو له افغان دولت څخه د سولې پروسه کې د ښځو په پراخ ګډون ټينګار وکړ.

مدني فعالې نفيسې پژواک ته وويل، ښځې د ټولنې نيمه برخه ده او سوله د همدې ټولنې اړتيا ده.

د هغې په وينا، په کار ده چې د سولې په روانه پروسه کې په هراړخيزه توګه د مېرمنو ونډې ته په درنه سترګه وکتل شي.

خو د سولې عالي شوار غړې صديقه بلخي وويل، لا هم د سولې روانه پروسه له مخالفينو سره هغه پړاو ته نه ده رسېدلې چې د ښځو عملي ونډه دې په کې جوته شي.

نوموړې زياته کړه، دوی باور لري چې افغان مېرمنې له نارينه وو سره په ګډه د کار کولو ښه وړتيا لري.

د سولې عالي شورا مسوولينو وويل، د سولې په تړاو مشورتي ناستې يوازې تر بلخ پورې رالنډې نه، بلکې د هېواد په ټولو سيمو کې به ورته ناستې وکړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.