Language

هلمند او کاپيسا کې لسو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

لښکرګاه- محمودراقي (پژواک، ٢٤ لړم ٩٦): چارواکي وايي چې په کاپيسا او هلمند ولايتونو کې د يو مهم قوماندان په ګډون لسو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند د امنيې قوماندانۍ وياند دويم څارن عبدالسلام افغان د لړم په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ ناوخته امريکايي ځواکونو د سنګين ولسوالۍ د کمپ خالد په سيمه کې د وسله والو يو موټر په نښه کړى دى.

هغه زياته کړه چې په دې بريد کې په موټر کې ناست شپږ وسله وال طالبان وژل شوي، د هغوى وسلې، مهمات او موټر له منځه وړل شوي دي.

افغان وايي چې په وژل شوو کې د طالبانو يو مهم قوماندان ملا جبار هم شامل دى.

خو طالب وياند قاري يوسف بيا ادعا کړې چې وژل شوي کسان طالبان نه، بلکې د سيمې قومي مشران وو.

ازادو سرچينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يو بل خبر له مخې، د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې د يوې نښتې له امله څلورو وسله والو مخالفينو مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند محمدایوب یوسفزي پژواک اژانس ته وویل چې پرون وسله والو مخالفينو د  پخواني جهادي قوماندان عبدالحکیم اخند زاده پر کسانو برید کړی و چې په ځوابي بريد کې درې وسله وال ووژل شول او يو يې ټپي شوى دى.

هغه زياته کړه چې ټپي وسله وال د پوليسو له خوا تر نيول کېدو وروسته کابل ته د درملنې په موخه لېږدول شوى دى.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.