ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د زون په کچه د نیزه‌وهنې سیالۍ ترسره شوې | ننګرهار کې لسګونه کیلوګرامه نشه‌يي توکي کشف او ترلاسه شوي | سومالیا کې په یو برید کې ۹۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې   | د لبنان حزب‌الله د اسرائیل پر لور لږ تر لږه ۵۰ توغندي توغولي | د پاریس المپیک سیالۍ؛ د جودو پر افغان لوبغاړي بندیز لګېدلی | د فاریاب – جوزجان پر لویه لار د ترافیکي پېښي له امله نهه کسان مړه شوي | ځیني هوایي شرکتونو اسرائیل او لبنان ته خپلې الوتنې ځنډولې دي | تېره اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې ۷ کسان وژل شوي او یو ټپي و | لوګر کې د کانګفو ورزشي سیالۍ ترسره شوې | درملو ته نه لاسرسی؛ هرات کې یو شمېر کوچیان د خپلو څارویو تلف کېدو ته اندېښمن دي
خوست کې د یوه پله د جوړولو چارې پیل شوې

خوست کې د یوه پله د جوړولو چارې پیل شوې

author avatar
16 Nov 2017 - 16:07
خوست کې د یوه پله د جوړولو چارې پیل شوې
author avatar
16 Nov 2017 - 16:07

خوست ښار (پژواک، ۲۵ لړم ۹۶): د خوست په تريزيو عليشېرو ولسوالۍ کې د ۲۶ ميليونه افغانيو په لګښت د يو پول د جوړېدو چارې پيل شوې.

ياد پول د تريزيو عليشېرو ولسوالۍ اړوند د هارونخېلو په سيمه کې د ټولګټو چارو وزارت په مالي لګښت جوړيږي چې چارې به يې په راتلونکي يو کال کې بشپړې او پول به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

د خوست والي حکم خان حبيبي د لړم په ٢٥مه، د دغه پول د بنسټ ډبرې اېښودو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه پول چې ۴۰ متره اوږدوالی او ۸ متره سور به ولري، په جوړېدو سره به يې د خلکو ډېرې ستونزې هوارې شي.

هغه وايي: ((د دغه پله په جوړېدو سره به زموږ ولسونه هغه ستونزې سره چې وخت ناوخت د سېلابونو د راوتلو له امله دوی لاس په ګرېوان وي، د دغه پول په جوړېدو سره دغه ستونزه ختمه شي او زموږ په زرګونه کورنۍ چې په دې لار باندې تګ راتګ کوي، له دغه پله څخه ګټه واخلي.))

خوست د هېواد يو له هغو ولايتونو څخه دی چې د کال په اوږدو کې د ډېرو موسمي ورښتونو له امله سېلابونو راوځي چې خلک يې له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.

د خوست والي حکم خان حبيبي وايي چې همدې ستونزې ته په کتو په خوست کې د پلونو او استنادي دېوالونو جوړېدو ته ډېره اړتيا ليدل کېږي چې په دې برخه کې تر ډېره د خلکو ستونزې هوارې شوې دي.

هغه زياتوي: ((له نېکه مرغه دغه دواړو موضوعاتو ته ولايتي ادارې توجه کړې ده، که پلونه دي تر يوه حده په خوست کې جوړ دي او يو کم شمېر پلونه چې پاتې دي، د هغوی کارونه به هم په راتلونکي کال کې پيل شي)).

د حاجي محمدالله په نوم د هارونخېلو د سيمې يوه قومي مشر پژواک اژانس ته وويل، چې د دغه پله په جوړېدو سره به هغوی خپل ناروغان پر وخت روغتون ته ورسوي او نور اړين کارونه به په خپل وخت ترسره کړي.

هغه وايي: ((کله چې په دې خوړ کې د سېلاب اوبه راشي، د قدمو، لنډرو، سادکو او تر کوټکي سيمو پورې که شخصي موټر وي او که دولتي په دې ځای کې ولاړ وي، تر هغې وخته پورې چې په خوړ کې اوبه نوې کمه شوې.))

د يادونې ده، د هارونخېلو د پول په ګډون د روانې يوې مياشتې په دننه کې په خوست کې د څلورو لويو او مهمو پلونو کارونه پيل شوي. د چارواکو په وينا چې په بشپړيدو سره به يې د خلکو ډېرې ستونزې هوارې شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.