Language

عبدالله له امريکايي چارواکو سره د افغان امنيتي ځواکونو د دوامداره ملاتړ په اړه خبرې کړي

کابل (پژواک، ٢٦لړم ٩٦) :اجرايیه ريیس ډاکټر عبد الله په واشنګټن کي د امریکا د سنا مجلس د اکثریت له مشر میچ مک کانل او د استازو مجلس د اقليت له مشرې نانسي پلوسي سره ولیدل.

د اجراييه رياست مرستيال وياند جاوېد فيصل وايي چې دا ليدنې ډاکټر عبد الله عبد الله امريکا ته د سفر پرمهال له يادو چارواکو سره کړې دي.

نوموړى وايي چې اجراييه رييس همداراز د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د ولسمشر ټرمپ له ځانکړي استازي الیس ویلز سره هم تفصیلي لیدنه کړې.

سرچينه وايي چې په دواړو لیدنو کي د افغانستان او امریکا ترمنځ‌ د اړیکو د بهبود او پراختیا ترڅنګ، د افغان ځواکونو لپاره پر دوام داره ملاتړ او د تروریزم پر مخنیوي بحث شوى.

فيصل وايي چې په دې ليدنو کې دغه راز په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره د پاکستان په خاوره کې‌ د ترهګرو د پټنځايونو پر له منځه وړلو او له هغوی څخه د پاکستاني حکومت د ملاتړ پر خاتمې او د دې هدف د تر لاسه کولو لپاره پر اړیکو او د وروستيو اقداماتو په جزيیاتو هم سره بحث شوى .

عبدالله عبدالله د تېرې اوونۍ په پيل کې د امريکا او کاناډاهېوادونو له چارواکو سره د د افغانستان په اړه د خبرو په موخه يادو هېوادونو ته په سفر تللى دى . 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.