Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حسين خېل: د پاکستاني بريدونو د ځواب لپاره امر ته په تمه يو

جلال اباد (پژواک، ۲۸ لړم ۹۶): په ختيځ کې د سرحدي پوليسو قوماندان وايي چې د پاکستان د بريدونو پر وړاندې  متقابل ځواب ورکولو ته بشپړ چمتووالی لري، خو تر اوسه ورته له مرکزه د بالمثل ځواب امر نه دی شوی.

پاکستاني ځواکونو د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر ډيورنډ کرښې د اغزن سيم کار پيل کړی، خو له تېرو څو ورځو راهيسې درېدلی دی.

مل پاسوال محمد ايوب حسين خېل یادې څرګندونې د لړم په ۲۸مه يې د ننګرهار ولايت له يو شمېر نورو امنيتي چارواکو سره د دغه ولايت د رسنيو په دفتر کې مطبوعاتي کنفرانس ته وکړې.

جنرال حسين خېل په دغه کنفرانس کې پر افغان خاوره د پاکستاني ځواکونو د راکټي بريدونو او دغه راز پر پوله د اغزن سيم تېرولو په تړاو د خلکو د اندېښنو په اړه وغږېد.

نوموړي  زياته کړه، د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ اړوند په سپينه باره سيمه کې پاکستاني ځواکونو د ډيورنډ پر کرښه د خپلو دوو پوستو تر منځ د اغزن سيم تېرولو چارې پيل کړې دي.

هغه دا هم وويل چې د اغزن سيم تېرولو چارې له تېرو څو ورځو متوقف شوې، خو روښانه يې نه کړه چې د اغزن سيم کار ولې، څنګه او له کوم لوري درول شوی دی.

د سرحدي پوليسو قوماندان دغه راز زياته کړه چې پاکستاني ځواکونو د کونړ ولايت په ناړۍ ولسوالۍ کې هم د اغزن سيم تېرولو پلان درلود، خو اوس يې کار متوقف شوی دی.

مل پاسوال محمد ايوب حسين خېل دغه راز پر افغان خاوره د پاکستاني ځواکونو د بريدونو په تړاو وويل، دوی د متقابل ځواب ورکولو ته بشپړ چمتووالی لري، خو تر اوسه ورته له مرکزه د بالمثل ځواب امر نه دی شوی.

نوموړي زياته کړه: ((موږ هڅه کوو چې دغه ستونزه له ډيپلوماتيکو لارو چارو حل کړو، خو بيا هم د سرحدي پوليسو په موجوديت کې موږ چا ته اجازه نه ورکوو چې له کرښې دېخوا فعاليت ترسره کړي.))

هغه وايي، لا هم پر افغان خاوره د پاکستاني ځواکونو راکټي بريدونه نه دي ولاړ او په تېرو څلرويشت ساعتونو کې هم د کونړ ولايت د شلتن او مرورې ولسواليو يو شمېر غرنۍ سيمې د دغو بريدونو شاهدې وې.

هغه د خلکو د اندېښنو په ځواب کې وويل: ((زه د سرحدي قواوو د قوماندان په صفت، تاسو او ستاسو له طريقه د افغانستان ولس ته او مسولينو ته ډاډ ورکوم،چې يو نفر د سرحدي پوليسو او يا نورو ځواکونو دلته ژوندي وي، پاکستاني لوري ته به اجازه ورنکړي، چې له ډيورنډ فرضي کرښې څخه يو قدم دېخوا راشي.))

دا په داسې حال کې ده، د کونړ او ننګرهار د ولايتي شورا غړو او ولسونو په ځلونو په ډيورنډ کرښه کې د پاکستانيو ځواکونو د تحرکاتو په رابطه شکايتونه کړي؛ خو تر اوسه يې دولتي خوا د تاييد په تړاو څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.