ميمنه (پژواک، ٢٩ لړم٩٦): د ميمنې- جوزجان د لويې لارې يو شمېر موټر چلوونکي او مسافر وايي چې وسله والو طالبانو دغه لاره د ترافيکو پر مخ تړلې او هېچا ته پرې د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.
يو شمېر مسافرو او موټر چلوونکو نن غرمه پژواک خبري اژانس ته د ټيلېفون له لارې د ميمنې-جوزجان لويې لارې بندېدو خبر ورکړى دى.
د ميمنې ښار اوسېدونکي محمدشريف پژواک ته وويل چې نن سهار يې له خپلې کورنۍ سره له مزارشريف څخه روان و، خو د لارې بندېدو له امله تر اوسه د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په مرکز کې انتظار باسي.
د مسافر وړونکي موټر چلوونکى چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي وايي چې د خواجه سبزپوش په قشلاق تپې سيمه کې د لارې دواړو لورو ته لسګونه مسافر وړونکي موټر او لارۍ او لسګونه مسافر چې ښځې او ماشومان په کې شامل دي، بند پاتې دي.
هغه وويل: "ښځې او ماشومان زارۍ کوي، خو طالبان دوى ته د تګ اجازه نه ورکوي."
خو په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې د طالبانو يو ځايي قوماندان حاجي امين پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ لسګونو سپين ږيرو او ديني عالمانو د ملي امنيت له خوا د خواجه سبزپوش د ٣ اوسېدونکو د نيول کېدو له امله د يادې ولسوالۍ لاره د اعتراض په توګه د ترافيکو پر مخ تړلې او د دغو درېیو کسانو د خوشي کېدو غوښتنه کوي.
هغه وويل چې طالبان د اعتراض کوونکو د غوښتنو ملاتړ کوي: "څو چې د ملي امنيت له خوا ياد کسان خوشي نه شي، اسلامي امارت له اعتراض کوونکو څخه ملاتړ کوي او لار به په مياشتو مياشتو بنده کړي او هېچا ته د تګ اجازه نه ورکوي."
د خواجه سبز پوش ولسوال عبدالله معصومي د لارې بندېدل تاييد کړل او پژواک ته يې وويل چې حاجي امين يوه نيمه مياشت مخکې د لارې په اوږدو کې له مسافر وړونکي موټر څخه د امنيتي ځواکونو درې منسوبين چې يو د عامه نظم پوليس، يو د ملي اردو سرتېرى او يو ترافيک دى، ښکته کړي، د ملي اردو سرتېرى پر ډزو وژلى او دوه نور تر اوسه د طالبانو د سيمه ييز قوماندان په بند کې دي.
هغه زياته کړه چې امنيتي ځواکونو د طالبانو د قوماندان د دغه کار په غبرګون کې درې کسان له طالبانو سره د ملګرتيا په تړاو چې د حاجي امين اوښى او د تره زوى په کې شامل دي، نيولي او طالبانو اوس لاره له همدې امله بنده کړې ده.
پژواک د درېیو تنو د خوشي کېدو لپاره د طالبانو او اعتراض کوونکو د غوښتنې او د لارې بندېدو په اړه د ملي امنيت او ملي پوليسو د چارواکو د نظر اخيستلو لپاره د پرله پسې اړيکې نيولو سره سره ونه توانېد چې د دوى نظر ترلاسه کړي.
خو يوه امنيتي چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، وويل چې د طالبانو د خطرناک قوماندان حاجي امين درې خپلوان اوس د ملي امنيت رياست په بند کې دي.
د طالبانو قوماندان حاجي امين هم تاييدوي چې ملي امنيت د ده اوښى او د تره زوى نيولي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP