Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې د يوه قوماندان په ګډون د داعش ۲۰ وسله وال وژل شوي

جلال اباد (پژواک، ۲۹ لړم ۹۶): د ننګرهار چارواکي وايي چې د دغه ولایت په اچين او چپرهار ولسواليو کې د هوايي بريدونو او وسله والو نښتو له امله د يوه قوماندان په ګډون ۲۲ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د معلوماتو له مخې، وسله والو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو څلرويشت ساعتونو کې رامنځته شوې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د لړم په ۲۹مه پژواک اژانس ته وويل، د اچین ولسوالۍ د عبدالخېلو او نرګوسۍ په سیمو کې تېره شپه د کورنیو ځواکونو له لوري د داعش پر پټنځايونو هوایي بریدونه ترسره شوي دي.

دی وايي، د بريدونو په ترڅ کې د ثاقب په نوم د یو قوماندان په ګډون ۱۴ داعشیان وژل شول او ګڼ شمېر وسلې او مهمات یې هم تخریب شوي دي.

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار چپرهار ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او داعش ډلې تر منځ نښته رامنځته شوې ده.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال په دې اړه پژواک اژانس ته وويل چې نښته پرون ناوخته د چپرهار ولسوالۍ په کارېزو سيمه کې شوې ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې په دغه نښته کې څلور داعش وسله وال وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.

مسولينو ډاډ ورکړ چې په رامنځته شوو پېښو کې امنیتي ځواکونو او ملکیانو ته کوم زیان نه دی اوښتی .

بلخوا داعش وسله والو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.