کابل (پژواک، ٢٩ لړم ٩٦): په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو قوماندان وايي، د نشه يي توکو د پروسس سرچينو د له منځه وړلو په عملياتو کې يې تېره شپه د طالبانو مالي سرچينې په نښه کړي او د هغوى زياته اندازه نشه يي توکي يې له منځه وړي دي.
جنرال نيکولسن، نن مازيګر د افغانستان له لوى درستيز جنرال محمد شريف يفتلي سره په ګډه خبري ناسته کې وويل: "له افغان امنیتي ځواکونو سره دغه ګډ ترسره شوو عملياتو کې د طالبانو مالي منابع په نښه شول، هغوى د مخدره موادو له اړخه ډېر مالي منابع په لاس راوړي، هغوى له همدې لارې د خپل ژوند لپاره ښې اسانتياوې برابرې کړي. اوس غواړو چې دغه منابع پرې قطع کړو. څوک چې له دوى حمايت کوي، هغوى په غلطه دوى حمايت کوي او دغه حمايت به يې ځاى ونه نيسي."
ده زياته کړه، د بې ٥٢ الوتکو په لومړنيو هوايي بريدونو کې د هلمند په شمالي برخو کې د توليد او پروسس څو مرکزونه يې بمبار کړي دي.
د هغه په وينا، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې زموږ ګډه عمليات د دې څرګندونه کوي چې ترهګرو ته د ماتې ورکولو اراده شته.
د ده په خبره، د نړۍ کابو ٨٥ سلنه هيرويين په افغانستان کې توليديږي او د هغو په توليد او قاچاق کې وسله والې ډلې، لکه طالبان رول لري.
ده زياته کړه، د افغانستان له نشه يي توکو څخه د ٦٠ ميليارده ډالرو له عايد څخه، ٢٠٠ ميليونه ډالره يې د افغانستان د وسله والو ډلو بانکي حسابونو ته ځي.
نوموړي نشه يي توکي د نړۍ لپاره د ترهګرۍ په څېر خطرناک وبلل او د هغو د کرلو او تصفيې د ځايونو په له منځه وړلو ټينګار وکړ او ويې ويل چې دغه عمليات به دوام وکړي.
خو نوموړي ورته مهال له طالبانو هم وغوښتل چې د سولې له بهير سره يوځاى شي، ځکه هغوى نه شي کولى د جنګ له لارې بريالي شي.
د ناټو او امريکايي ځواکونو قوماندان د داعش ډلې په اړه وويل، چې د هغوى له منځه وړل هم د دوى له لومړيتوبونو څخه دى او ترڅو چې هغوى په افغانستان کې نه وي نابود شوي، پر وړاندې به يې عمليات دوام کوي.
د افغانستان لوى درستيز شريف يفتلي وويل: "طالبان يوه جنايتکاره او شورشي ډله ده چې په مخدره موادو متکي ده، چې د همدې موادو له پلورلو څخه ګټه اخلي او د دې ډلې تر واک لاندې سيمو کې د ترياکو توليد د افغانستان د خلکو د ملي منافعو د سلبېدو او د پرمختګ مانع ګرځي، نو د افغان او امريکايي ځواکونو ګډ عمليات د طالبانو د عايداتي منابعو د کمزوري کولو ترڅنګ د نړۍ بېلابېلو سيمو ته د مخدره موادو د انتقال مخنيوى کوي."
نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې د جګړې اوسنى حالت د افغانستان د امنيتي ځواکونو په ګټه دى، وويل چې پر وسله والو مخالفينو او نړيوالو ترهګرو د افغان امنيتي ځواکونو د فشارونو ترڅنګ امريکايي ځواکونه به هم پر هغوى بريدونه کوي.
د هغه په وينا، اوسمهال افغان امنتي ځواکونه مجهز شوي او په ژمي کې به د وسله والو په وړاندې عملياتو ته دوام ورکوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP