Language

په شينډنډ کې ٧٥ وسله وال طالبان وژل شوي او ٢٥ نور ټپيان دي

هرات (پژواک، ٢٩ لړم ٩٦): د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په پايله کې ٧٥ وسله وال مخالفين وژل شوي او ٢٥ نور ټپيان دي.

د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا مرګ ژوبله د (عزم خالد ٢) عملياتو په ترڅ کې چې له تېرو لسو ورځو راهيسې د شينډنډ ولسوالۍ په سرايک، مير حيدر، ده على بيک، ده نو، ده پهلوان او عزيز اباد کلو کې اوښتې ده.

 د سرچينې د معلوماتو له مخې، دا عمليات د عامه نظم، سرحدي او ملي پوليسو، ملي اردو ، د پوليسو ځانګړې قطعې او ملي امنيت له لوري پيل شوي وو.

جيلاني زياته کړه چې ١٢ شکمن کسان د ترهګريزو فعاليتونو په تور نيول شوي دي.

د هرات د والي وياند زياته کړه: ((په دې عملياتو کې چې د شينډنډ ولسوالۍ لپاره د طالبانو د پوځي مسوول ملانجيب الله په مشرۍ ډلۍ او مرکزونو د له منځه وړلو په موخه پيل شوي وو، پر ماسيان، ګورد سنګچال  او جوګردک سيمو هوايي او کومانډويي بريدونه تر سره شول چې په ترڅ کې يې د طالبانو د نومول شوي مرستيال والي ملاصمد څو مشهور قوماندانان ووژل شول.))

هغه زياته کړه چې په عملياتو کې ګډو امنيتي ځواکونو د دښمن څلور سراچه موټر، دوه هاموي ټانکونه، دوې رينجرې او يو فولډر هم په نښه کړي او له منځه يې وړي دي.

د نوموړي په خبره، په دغو عملياتو کې زيرکوه اړوندو ساحو د دښمن شپږ مرکزونه هم په بشپړ ډول ويجاړې شوې او له منځه تللې دي.

شينډنډ د هرات له نا امنو ولسواليو څخه ده چې د طالبانو يو مهم مرکز هم په کې دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.