فراه (پژواک، ٢٩ لړم ٩٦): فراه کې ځايي سرچينې وايي چې د يوې کورنۍ څلور غړي په دغه ولايت کې په مرموز ډول وژل شوي دي.
د فراه امنيې قوماندانۍ وياند اقبال باهر له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې د دغه خبر د پخلي تر څنګ وويل چې امنيتي ځواکونو پرون ورځ د فراه ولايت د مهاجر اباد کلي په شوراب دښته کې د ګزمې پر مهال د دوو مېرمنو او دوو ماشومانو مړي موندلي دي.
د باهر په خبره، دواړه مېرمنې پر ډزو وژل شوې او د ماشومانو سرونه د چړې په وسيله پرې شوي دي.
نوموړي زياته کړه چې مړي يې خپلو کورنيو ته تسليم کړي او د قضيې په تړاو تر دې دمه څوک نه دي نيول شوي.
د هغه په خبره، مقتولين د فراه د بالا بلوک ولسوالۍ د کنسک کلي اصلي اوسېدونکي دي.
دغه ځايي سرچينې وويل چې قضيه تر څېړنې لاندې ده.
د وژل شوو يوه خپلوان د نوم نه اخيستلو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه دوې مېرمنې او دوه ماشومان په يوه کورنۍ پورې اړه لري چې د فراه ښار ته څېرمه د مهاجر اباد کلي د شوراب دښتې ته يوه زيارت ته تللي وو.
د نوموړي په خبره، وژل شوي کسان له چا سره کورنۍ او شخصي دښمني هم نه لري او تر اوسه د قضيې په تړاو څوک نه دي نيول شوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP