Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتیا کې د حقاني شبکې اړوند د مرمیو یوه زېرمه کشف او ترلاسه شوې

ګردېز (پژواک، ٢٩ لړم ٩٦): پکتيا کې د حقاني شبکې د وسلو د مرمیو يوه زېرمه کشف او ترلاسه شوې او په يوه بله پېښه کې څلور طالبان وژل شوي دي.

د ملي امنيت د مطبوعاتي دفتر له لوري د لړم په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته را په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د پکتيا د څمکنۍ ولسوالۍ په راغه سيمه کې عمليات کړي دي.

سرچينه وايي چې د دې عملياتو په ترڅ کې د حقاني شبکې د وسلو د مرمیو زېرمه کشف او ترلاسه شوې ده.

د خبرپاڼې په حواله، له دې زېرمې د بېلابېلو وسلو سلګونه زره مرمۍ ترلاسه شوې دي.

سرچينه وايي چې دغه مرمۍ د ډيورنډ فرضي کرښې له هغې غاړې پکتيا ولايت ته را انتقال شوې وې.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د پکتيا په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې اتو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ٢٠٣ تندر قول اردو له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه د امريکايي ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د ځاځي اريوب ولسوالۍ په حسن الګډه سيمه کې بريد کړى دى.

سرچينه وايي چې په دغه بريد کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.