Language

په پکتیکا کې مېشت وزیرستاني کډوال مرستې غواړي

ښرنه (پژواک، ٣٠ لړم ٩٦): په پکتيکا ولايت کې له شمالي او جنوبي وزيرستان څخه بېځايه شوي کډوال وايي چې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.

خو بل لور ته د پکتيکا چارواکي وايي چې دوى له بېځايه شوو سره د مرستې لپاره پوره چمتووالى لري.

له شمالي وزيرستانه د بېځايه شوو کډوالو په استازيتوب عبدالحکيم د لړم په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بېلابېلو ستونزو له امله زرګونه کورنۍ افغانستان ته کډه شوې دي.

هغه زياته کړه: ((اوله کې چې موږ مهاجر شولو، کومکونه ښه وو، خو اوس موږ سره څوک ډېر کومک نه کوي.))

ده وويل چې دغه کډوال په برمل، ګومل، سروبي، ښرنې او ځينو نورو سيمو کې مېشت شوي دي.

د هغه په وينا، دغه کورنۍ اوسمهال د خوراکي توکو تر څنګ روغتيايي خدمتونو ته هم جدي اړتيا لري.

د دې کډوالو له ډلې څخه عبدالله خان پژواک ته وويل چې د ژمي په موسم کې د دوى ستونزې څو برابره زياتېږي.

هغه وايي: ((هوا سړه ده، ماشومان مريضان دي، خوراکي مواد نه لرو، نو جدي کومک ته اړتيا لري.))

يو شمېر نورو کډوالو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومت نه يې غوښتنه وکړه چې هر څه ژر دې له دوی سره مرستې وکړي.

د اړوندې موضوع په اړه د ځوانانو په ملي شورا کې د پکتيکا استازي عبدالحق فقيرزاده وويل چې حکومت بايد د ژمي له را رسېدو مخکې له بېځايه شوو کډوالو سره مرستې وکړي.

ده وويل: ((له دې کورنيو سره بايد کومک وشي، ځکه حالت يې ډېر بد دى، زياتره ماشومان يې مريضان دي.))

د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا د والي وياند محمد الرحمن اياز پژواک ته وويل چې په تېرو څو کلونو کې شاوخوا اته زره کورنۍ له شمالي او جنوبي وزيرستان څخه دغه ولايت ته کډه شوي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.