Language

د غزني د ولايتي شورا رييس د ټاکل کېدو په سر نښته کې درې تنه ټپيان شوي

تعقيبي-غزني ښار(پژواک،د ليندۍ لومړۍ نېټه٩٦): د غزني په ولايتي شورا کې د رييس د ټاکل کېدو په سر نښته شوې چې له امله يې درې تنه ټپيان شوي دي.

د غزني په ولايتي شورا کې يوې سرچينې د ليندۍ په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې په ولايتي شورا کې د رييس د ټاکل کېدو پر سر نښته شوې ده.

هغه وايي چې په دې نښته کې درې تنه ټپيان شوي خو اوسمهال پوليس سيمې ته رسېدلي او حالات نورمال دي.

د ده په وينا، نښته هغه مهال رامنځته شوه  کله چې د نصيراحمدفقيري او لطيفي اکبري ترمنځ د رياست څوکۍ لپاره ټاکنې روانې وې.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په ټپيانو کې يو يې د نصيراحمد فقيري ساتونکى دى او د دوه نورو په اړه يې معلومات نه درلودل.

دغه راز د غزني د ولايتي شورا غړي عصمت الله جامرادوال هم ياده پېښه تاييد کړه خو د نورو جزيياتو له ورکولو يې ډډه وکړه.

خو د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال محمد زمان بيا وايي چې د ولايتي شورا د غړو ترمنځ يواځې لفظي شخړه شوې ده.

هغه وايي: (( لفظي شخړه شوې، پوليسو يې مخه نيولې،اوسمهال د ولايتي شورا غړي په قوماندانۍ کې دي.))

ده وويل چې د يادې موضوع د څېړلو په موخه يې يو پلاوى ټاکلى دى.

 د يادونې ده چې د تېرې شنبې په ورځ ټول په هېواد کې د ولايتي شورا د غړو ترمنځ د اداري پلاوي ټاکنې ترسره شوې، چې ډېرو په هماغه ورځ خپل اداري پلاوى وټاکه.

خو د غزني د ولايتي شورا غړو وړمه ورځ امان الله کامران د مرستيال او حميدالله سروري د منشي په توګه وټاکل او رييس يې تر اوسه نه دى ټاکلى.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.