خوست ښار (پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه ۹۶): د خوست امنيتي چارواکي وايي چې د تېرې يوې اوونۍ په اوږدو کې يې په دغه ولايت کې د يو شمېر وسله والو غلو د نيولو ترڅنګ ګڼ شمېر ملکي موټر هم له هغوی څخه نيولي دي.
د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت د ليندۍ په لومړۍ نېټه، يوه خبري کنفرانس ته وويل، د پوليسو په دې عملياتو کې يې ۱۰ وسله وال غله، څلور تنه د نشه يي توکو پلورنکي نيولي دي.
هغه وايي: ((له وسله والو غلو څخه مو ۱۲ عرادې موټر نيولي، دغه راز يوه اندازه ترياک او ۱۹ کيلو چرس يې هم ترلاسه کړي دي.))
قوماندان غيرت زياته کړه، پوليسو د ځانګړو عملياتو پرمهال د خوست په موسی خېلو ولسوالۍ کې د ملي پوليسو يو رېنجر موټر چې د پکتيا په جانې خېلو کې وسله والو طالبانو تښتولی و، له هغوی څخه نيولى دی.
هغه زياته کړه، چې د عملياتو پرمهال وسله وال طالبان تښتېدلي وو، خو له رېنجر موټر سره شپږ ميله کلاشينکوفونه هم د دوی ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
نوموړي همدارنګه وويل، د تېرې يوې اوونۍ په اوږدو کې پوليسو د دې ولايت په بېلابېلو سيمو کې د سړک غاړې لسګونه ماينونه کشف او شنډ کړي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د خوست د امنيه قوماندان د يادو څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن