کابل (پژواک، ٢ ليندۍ ٩٦): د بلوا ضد قطعې جذب ته له تاجک کسانو پرته د نورو د جذب په تړاو له خپاره شوي مکتوب وروسته د دوو کسانو دندې ځنډول شوې او پنځه نور تر نظارت لاندې دي، دا په داسې حال کې ده چې د دې قطعې ۷۸ سلنه منسوبين له تاجک قوم څخه تشکيل شوي دي.
دغه راز دا په داسې حال کې ده چې په ټوله کې د امن او عامه نظم قوماندانۍ د منسوبينو له نيمايي زيات شمېر په تاجک قوم پورې تړلي کسان تشکيلوي او ټول پنځه کسان هم چې د دغه مکتوب په تړاو تر څېړنه لاندې نيول شوي، تاجکان دي.
د دوو کسانو له ډلې چې دندې يې ځنډول شوې (د امن او عامه نظم قطعې قوماندان) تاجک او (د دغه ارګان رييس ارکان) سادات دي.
د بلوا ضد قطعې جوړولو څرنګوالى
هغه اسناد چې کاپي يې پژواک خبري اژانس تر لاسه کړې، په کې راغلي چې د کورنيو چارو وزارت پخواني وزير تاج محمد جاهد د روان کال د چنګاښ په اتمه نېټه ارګ ته په کابل کې د بلوا ضد ٥٠٠ کسيزې قطعې، د اووه ګونه زونونو د قوماندانيو په څنګ کې د يوه- يوه سل کسيزه بلوا ضد ټولي، د هېواد په ٢٦ ولايتونو کې د امن او عامه نظم قطعو په چوکاټ کې د پنځوس- پنځوس کسيزې قطعې د تشکيلاتو وړانديز کړى دى.
ولسمشر درې ورځې وروسته دغه وړانديز منظور کړى دى.
login or register a new account.