Language

غزني کې سلګونو کورنیو ته مرستې وېشل شوې

غزني ښار (پژواک، ٢ ليندۍ ٩٦): غزني کې له شاوخوا څلور سوه کورنيو سره نغدي او غير نغدي مرستې وشوې.

د غزني والي عبدالکريم متين د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته وويل چې د یادو خلکو سروې په تېرو دوو کلونو کې شوې وه.

هغه وويل: ((له دې کورنیو سره چې شمېر یې ٤٠٢  ته رسېږي، نن د دوه- دوه سوه ډالرو، څلور تختې کمپلو او د ژمي د جامو مرستې وکړې.))

والي وايي چې د مرستو دغه لړۍ به روانه وي څو له نورو بېځايه شوو سره هم مرستې وشي.

خو بل لور ته يو شمېر کډوال بيا وايي چې دغه مرستې د کډوالو په نوم دولتي مامورينو اخیستې دي.

د غزني ښار اوسېدونکي نورمحمد پژواک ته وويل چې نننۍ مرسته واسطه لرونکو او يا هم دولتي مامورينو ته ورکړل شوې ده.

هغه وايي: ((اصلي کډوال پاتې دي، ډېر کومکونه د مهاجرينو رياست کارکوونکو واخيستل.))

دغه راز له اندړو ولسوالۍ څخه بېځايه شوي کډوال شاه محمد هم وايي چې کډوال په ګڼو ستونزو کې دي خو مرستې دولتي کسانو واخيستې.

ده وويل: ((په اندړو کې مې کور و، جنګ شروع شو کور مې ټول وران شو، اوس په کور کې لس کسان يو، غزني ښار ته راغلي يو، باور وکړه که هغه د کور کرايه هم لرو خو زموږ په نوم کومکونه بل چا واخيستل.))

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.