پل علم (پژواک، ٢ ليندۍ ٩٦): د لوګر سيمه ييز چارواکي وايي چې په محمد اغې ولسوالۍ کې د حقاني شبکې اووه غړي نيول شوي دي.
د محمد اغې ولسوال محمد رحيم امين د ليندې په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د دې ولسوالۍ په احمدزيو کلا کې عمليات کړي دي.
هغه وايي چې په دغو عملياتو کې د حقاني شبکې اووه غړي نيول شوي چې په احمدزيو کلا، دهنو، شاهي کلا او شيخک کلا کې يې ترهګريز فعاليتونه کول.
د هغه د معلوماتو له مخې، په نيول شوو کسانو کې حسيب الله، ښايسته ګل، زاهد، محب الله، فواد، روح الله او حيات الله شامل دي.
ولسوال وايي چې له نيول شوو کسانو څخه اووه ميله وسلې، تبلغياتي پاڼې، د افغان ځواکونو يونيفورم او چاودېدونکي توکي ترلاسه شوي دي.
دغه راز د احمدزيو کلا اوسېدونکي صابر پژواک ته وويل چې تېره شپه افغان ځواکونو په دې سيمه کې پر درېيو کورونو عمليات کړي دي.
هغه وايي چې امنيتي ځواکونو يو شمېر وسله وال له ځان سره بيولي دي.
د حقاني شبکې تر اوسه د يادو کسانو د نيول کېدو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP