ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کاپیسا کې د هوايي برید له امله د یوه طالب قوماندان د کورنۍ پنځه غړي وژل شوي

کاپیسا کې د هوايي برید له امله د یوه طالب قوماندان د کورنۍ پنځه غړي وژل شوي

author avatar
24 Nov 2017 - 12:20
کاپیسا کې د هوايي برید له امله د یوه طالب قوماندان د کورنۍ پنځه غړي وژل شوي
author avatar
24 Nov 2017 - 12:20

محمودراقي (پژواک، ۳ لیندۍ ۹۶): د کاپیسا امنیتي چارواکي وايي چې تېره شپه ځانګړو ځواکونو د دغه ولایت د نجراب ولسوالۍ په افغانیه سیمه کې د وسله والو مخالفینو د یوه قوماندان پر کور هوايي برید کړی چې له امله یې دوه مېرمنې او درې ماشومان وژل شوي دي.

په سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو یو قوماندان خواجه ساپي د لیندۍ په ۳مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه د کومانډو ځواکونو پر خبرداري سربېره د وسله والو د مقاومت په پایله کې رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه: ((برید د وسله والو د قوماندان مولوي مالک په کور شوی، تېره شپه کومانډو ځواکونو د نوموړي کور تر محاصرې لاندې نیولی و، په لاسپېکر کې یې غږونه ورته وکړل چې تسلیم شه، مګر په کلي کې وسله وال د کورونو بامونو ته ختلي وو او له ځانګړو ځواکونو سره یې جګړه پیل کړه چې د الوتکي په برید کې د نوموړي د کورنۍ درې ماشومان او دوه مېرمنې وژل شوي دي.))

د هغه په خبره چې دغه قوماندان په نجراب کې نږدې لس سیمه ییز پولیس وژلي او په نورو ترهګریزو کړنو کې هم لاس لري.

دغه راز د کاپیسا د والي مرستیال عزیزالرحمن تواب هم په یاده سیمه کې پېښه تاییدوي خو د کره مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

د سیمې یو اوسېدونکی فرهاد هم د پېښې پخلي کوي او وايي چې مولوي مالک د وسله والو مخالفینو سیمه ییز قوماندان و.

هغه پژواک ته وویل چې یاد قوماندان په تګاب او اله سای کې فعالیت لري او د نجراب په افغانیه او نورو سیمو کې جګړې کوي.

د نوموړي په وینا چې په یاد هوايي برید کې د مولوي مالک او د هغه د ورور مېرمنې او درې ماشومان وژل شوي دي.

د یادونې ده، د ژمي موسم په را رسېدو سره پر کاپیسا سربېره د هېواد په نورو نا امنو سیمو کې د شپې مهال ځانګړي عملیات پیل شوي چې له هوايي ځواک څخه په کې کار اخیستل کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.