Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د تګاب ښاروال د اداري فساد له امله ونیول شو

د تګاب ښاروال د اداري فساد له امله ونیول شو

author avatar
26 Nov 2017 - 16:04
د تګاب ښاروال د اداري فساد له امله ونیول شو
author avatar
26 Nov 2017 - 16:04

محمود راقي  (پژواک، ٥ ليندۍ ٩٦) : د کاپیسا ولايت دتګاب ولسوالۍ ښاروال د اداري فساد له امله نيول شوى دى.

د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد ایوب یوسفزي د ليندۍ په ٥ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، د تګاب ښاروال عبدالشکور د امنیتي کسانو او د استیناف د څارنوالۍ له خوا هغه مهال ونیول شو، چې د شهیدانو له کورنۍ څخه یې د ځمکې په بدله کې پیسې اخیستې وې.

هغه زياته کړه، د نوموړي په اړه د تګاب خلکو څو ځلې پخوا هم شکایتونه کړي وو، چې  دولتي ځمکې يې پر خلکو پلورلې دي.

سرچينه وايي، د امنيتي ځواکونو هغو سرتېرو ته چې په جګړو کې وژل شوي دي د حکومت له خوا يوه نومره ځمکه ورکول کېږي، خو نوموړي د سرتېرو له کورنيو څخه رشوت اخيستى و.

يوسفزي وويل، هغه له پيسو سره لاس په لاس ونيول شو او زندان ته لېږل شوى دى.

بل خوا د تګاب يوتن اوسېدونکي چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل چې ښاروال په تګاب کې د ښوونکو د ښارګوټي ځمکه هم پر خلکو پلورلې او اوسمهال د ولسوالۍ تر څنګ یوه لویشت ځمکه هم  نشته چې هلته دولتي اداره جوړه شي .

د هغه په وينا، ښاروال اوسمهال د کابل په سلیم کاروان سیمه کې د ۱۵۰ زرو امریکايي ډالرو په ارزښت کور اخیستى دی.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.