Language

په ازره  کې  پنځه وسله وال طالبان وژل شوي

پل علم(پژواک،٥ليندۍ٩٦): د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو په هوايي بريد کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د ليندۍ په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن غرمه شاوخوا ١٢ بجې امريکايي ځواکونو د ازرې ولسوالۍ په درې خوني سيمه کې د وسله والو طالبانو پر يو مرکز هوايي بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دې بريد کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر وسلې او مهمات يې هم له منځه تللي دي.

هغه زياته: (( دغه بريد په ازره کې د طالبانو د نومول شوي ولسوال ملا حيات د له منځه وړلو په موخه پلان شوى و، خو ملا حيات په دې بريد کې نه دى وژل شوى خو پنځه نږدې ملګري يې وژل شوي دي.))

دغه راز د لوګر په ولايتي شورا کې د ازرې استازي عبدالولي وکيل هم د ياد بريد په تاييد سره وويل چې په پېښه کې وژل شوي ټول کسان طالبان دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ازره د مرکز پل علم ختيځ ته په ٩٠ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده چې د لوګر له نا امنو سيمو څخه شمېرل کيږي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.