Language

د غزني په مقر کې دوه زیارتونه سوځول شوي

غزني ښار (پژواک، ٦ ليندۍ ٩٦): د غزني په مقر ولسوالۍ کې ناپېژاندو کسانو دوه زيارتونه سوځولي دي.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د ليندۍ په شپږمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وړمه شپه ناپېژاندو کسانو په مقر ولسوالۍ کې د ملا ولي نيکه او بهاءالحق زيارتونه سوځولي دي.

دى وايي چې د پېښې په تور څوک نه دي نيول شوي خو په اړه يې پلټنې روانې دي.

د سيمې اوسېدونکی نقيب الله هم دغه پېښه تاییدوي خو وايي چې ورته معلومه نه ده چې دغه کار چا کړى دى.

ده له اړوندو چارواکو غوښتنه وکړه چې د زيارتونو په ګډون د ټولو تاريخي ابداتو جدي ساتنه وکړي.

د دې پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی.

د يادونې ده، تر دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د يو شمېر کسانو له لوري زيارتونه سوځول شوي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.