Language

د ولسي جرګې استازو د سوريې د جګړې په اړه د محقق څرګندونې وغندلې

کابل (پژواک،٦ليندۍ٩٦): د ولسي جرګې ځينو استازو د سوريې په جګړه کې د افغانانو د ګډون په اړه د محمد محقق څرګندونې غندلې او وايي چې ددې موضوع بيان د افغانستان د ملي ګټو خلاف دى.

د حکومت د اجراييه رياست دويم مرستيال محمد محقق تهران ته په خپل سفر کې، د "اهلبيت مينه والو" په نوم جوړې شوې غونډه کې، د فاطميون د لښکر  چې د سوريې په جګړه کې د ګډون په موخه په ايران کې د مېشتو افغان کډوالو لپاره جوړ شوى، له اصلي طراح جنرال قاسم سليماني څخه مننه کړې وه.

محقق ويلي :" له ټولو جنګیالیو څخه چې که هغوى له عراق، سوریې، ایران، افغانسان، پاکستان او د نړۍ له هرې برخې چې په دغې جګړه کې ونډه اخیستې،دا په حقيقت کې د کفر او نړيوال استکبار د دسيسو پروړاندې د اسلام جګړه وه،بريالي شول له دوى څخه د زړه له کومې مننه کوم."

د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د محقق دغه څرګندونې له نيوکې سره مخ شوې او استازو ټينګار وکړ چې حکومت بايد ددغه لوړ پوړي چارواکي د څرګندونو په اړه خپل درېځ روښانه کړي.

په ولسي جرګه کې د خلکو استازي اکبر ستانکزي وويل چې د حکومت د اجراييه رياست ددويم مرستيال څرګندونې د هېواد د بهرني سياست خلاف دي او بايد محقق تر عدلي او قضايي تعقيب لاندې ونيول شي.

هغه وويل:" په هغو کړکېچنو شرايطو کې چې موږ ورسره مخ يوو د نورو هېوادونو د جګړو حق او باطل بلل د ملي ګټو خلاف دى او دا ډول څرګندونې د جګړې پر دوام ډېره اغېزه لري."

د ولسي جرګې دغه غړي زياته کړه چې د محقق څرګندونې بدې پايلې لري او افغانان بايد د پرديو جګړه د افغانستان داخل ته رانه وړي او له ځوانانو ناسمه ګټه  پورته نه کړي.

د کونړ د خلکو استازي صالح محمد صالح وويل چې د محقق څرګندونې د هېواد له ملي ګټو سره په ټکر کې دي او په اوسنيو شرايطو کې د داسې مسايلو مطرح کول، ددښمن پر ژرنده د اوبو ور برابرول دي.

د هغه په وينا، بهرنيو په ځانګړې توګه سوريې جګړې ته د افغانانو استول او هڅول او د هغوى له سياستوالو څخه ملاتړ، ددې لامل شوى چې داعش له دې څخه په ګټې اخيستنې سره خپل ډېر بريدونه پر يوه ځانګړي قوم ترسره کړي.

 د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي وويل چې د حکومت چارواکي د هېواد په دننه او بهر کې بايد د هېواد ملي ګتې په پام کې ونيسي او هر هغه څرګندونې چې د خلکو ګټې له پوښتنې سره مخ کړي، د افغانستان د خلکو په حق کې ظلم دى.

د هغه په وينا، دا ډول څرګندونې د يوه بهرني سياست د نه شتون ښودنه کوي.

د  ولسي جرګې مشر زياته کړه چې حکومت بايد د بهرني سياست په اړه قانون د تصويب لپاره ملي شورا ته را واستوي؛ خو حکومت په دې اړه ناغړي کړې ده.

login or register a new account.