Language

د ماین چاودنې د يوې کورنۍ ۷ غړي ووژل

کندهار (پژواک، ۷ ليندۍ ۹۶): په کندهار کې د ملکي وګړو پر موټر د سړک غاړې د ماین په چادنه کې ۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۲ ټپیان شوي دي.

پېښه نن مازیګر ۵:۳۰ بجې د معروف او ارغستان ولسوالیو تر منځ د وام درې په سیمه کې شوې ده.

د کندهار د امنیې قومندانۍ ویاند ضیا دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، په یاده شوې سیمه کې د ملکي وګړو پر یوه بایفور موټر د سړک غاړې د ماین چاودنه شوې چې له امله یې ۷ تنه وژل شوي او ۲ نور ټپيان شوي دي.

هغه زیاته کړه، په وژل شوو کې ۴ نارینه او ۳ ښځینه دي او ټپیان شوي ۲ تنه ماشومان دي چې ټول د یوې کورنۍ غړي وو.

دی وايي، له پېښې وروسته پولیس سیمې ته رسېدلي او ټپي ماشومان یې د درملنې لپاره روغتون ته وړي.

د ده په خبره، ماین د وسله والو مخالفینو له خوا تازه ځای پر ځای شوی و چې ملکي وګړي یې ښکار شول.

خو وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

په کندهار کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې تر ټولو لوی عامل د سړک غاړې ماینونه دي چې ډېر مهال په کې امنیتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوړي.

امنیتي چارواکي وايي، پولیس هره ورځ په ولسوالیو کې په لسګونو ماینونه مخکې له چاودنې شنډ او له منځه وړي چې د وسله والو مخالفینو له خوا ځای پر ځای کېږي.

خو د دوی په وینا، د امنیتي ځواکونو پر هڅو سربېره د سړک غاړې ماینونه هم ملکي وګړو او هم امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړوي.

login or register a new account.