لښکرګاه (پژواک، ٧ ليندۍ ۹۶): د هلمند سلګونو اوسېدونکو د لويې جرګې له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ او له خلکو يې غوښتنه وکړه چې د اوسني حکومت ملاتړ دې وکړي.
د هلمند قومي مشرانو، د مدني ټولنو غړو او دولتي چارواکو د ليندۍ په اوومه په مرکز لښکرګاه کې لويه غونډه جوړه کړې وه.
په دې غونډه کې د ځوانانو د پارلمان مشر اغامحمد قريشي وويل چې خلکو د دغه حکومت د جوړېدو لپاره قرباني ورکړې او اوس يې کلک ملاتړ کوي.
هغه وايي: ((خو اوس ځيني اشخاص او افراد غواړي چې د حکومت پر ضد لويه جرګه جوړه کړي چې دا کار د ملي ګټو خلاف دى او هيڅوک ورسره موافق نه دي.))
دغه راز په دې غونډه کې د اجرائيه رياست سلاکار حبيب الله سلطاني وويل چې د ملي يووالي حکومت د پام وړ لاسته راوړنې لري نو بايد ملاتړ يې شي.
ده زياته کړه: ((د لويې جرګي جوړېدل د خلکو حق دی، خو اوس يې وخت ندی، جرګه هغه اشخاص غواړي چې له واک څخه لري شوي دي، جېبونه يې خالي دي.))
همدارنګه قومي مشر عبدالحميد وويل چې خلک اوس پوه شوي، څوک نه شي کولاى د قوم او ژبې په نومي يې وغولوي.
هغه وايي: ((خلک په دې عقيده دي چې دا حکومت دې خپل وخت پوره کړي، ترڅو د ټاکنو وخت شي او خلک خپل مشران بيا وټاکي نو لويه جرګه په هيڅ صورت په ګټه نه ده.))
يو شمېر نورو قومي مشرانو هم ورته څرګندونې وکړې.
د غونډې په پاى کې د هلمند سرپرست والي بسم الله روحاني وويل چې حکومت د خلکو غوښتنو ته ځواب وايي خو د اشخاصو له ګټو سره جدي مخالفت کوي.
هغه خلکو ته په خطاب کې وويل: ((د خپل نظام ملاتړ وکړئ، د هيچا د شخصي ګټو مه ښکار کيږئ.))
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې يو شمير کسان د لويې جرګې د جوړيدو او په پلوي يې غونډې کوي خو ځينې نور يې بيا له جوړيدو سره مخالف دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP