لومړې تعقيبي-پل علم(پژواک،٧ليندۍ٩٦): د لوګر په مرکز پل علم ښار کې د ځانمرګي بريد له امله د درېيو ماشومانو په ګډون ١١ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د لوګر د والي وياند سليم صالح د ليندۍ په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن شاوخوا لس نيمې بجې پل علم ښار کې ځانمرګى بريد وشو.
ده وويل چې په دې بريد کې يوولس ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، د دې بريد موخه د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر محمد ايوب وردګ و، خو هغه له بريده روغ وتلى دى.
د لوګر د ولايتي روغتون يو تن ډاکټر سميع الله پژواک ته وويل چې له دې بريد څخه د درېيو ماشومانو په ګډون ١١ تنه ټپيان دوى ته ور وړل شوي دي.
هغه وايي چې د درېيو ټپيانو روغتيايي حالت ښه نه و، چې کابل ته لېږدول شوي دي.
د پېښې يو تن عيني شاهد عابد پژواک ته وويل: (( ځانمرګى د بره کي برک په هډه کې شوى، ډېر قوي غږ يې وکړ او ډېر کسان به په کې مړه او زخميان شوي وي، خو زه يې په اړه پوره معلومات نه لرم.))
د دې بريد مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP