Language

په کونړ کې د پاکستان د بريدونو پر ضد لاريون وشو

اسعد اباد (پژواک، ٧ ليندۍ ٩٦) : د کونړ ولايت سلګونو اوسېدونکو د پاکستانيو بريدونو پر ضد لاريون وکړ چې له امله يې د مرګ ژوبلې ترڅنګ سلګونه کورنۍ بې ځايه شوې دي.

لاريون چې دکونړ په مرکز اسعداباد ښارکې د دې ولايت قومي مشرانو، ديني عالمانو او د مدني فعالانو له خوا پيل شوى و، په سوله ييزه توګه پاى ته ورسېد.

د لاريون يوتن سمبالونکي قومي مشر حاجي شاه محمود قاضي خېل له حکومت څخه وغوښتل  چې د پاکستانيو بريدونو مخه ونيسي.

هغه پژواک ته وويل، حکومت بايد د بريدونو پر وړاندې باالمثل بريدونه ترسره کړي.

د نوموړي په وينا، که حکومت اقدام نه کوي، نو خلک به په خپله له خپلې خاورې او سرحدونو دفاع وکړي.

ديني عالم مولوي سيد ولي الله وويل : (( موږ د ګاونډي هېواد دغه عمل په کلکه غندو او له نړيوالې ټولنې او په ځانګړې توګه له امريکا څخه غواړو چې د پاکستان  د تېري پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.))

مدني فعال شاه ولي  سالارزي بيا وويل،  په اوسنيو حالاتو کې د لوی جرګې جوړېدو غږ پورته کول د سياسي سوداګرۍ پرته بل هېڅ مانا نه لري.

 نوموړي زياته کړه، هر هغه څوک چې په دې حالاتوکې د لوی جرګې رابلل غواړي په لوی لاس د نظام کمزوري کول غواړي.

د يادونې ده چې پاکستانيو ځواکونو له تېرې يوې مياشتې راهيسې پر کونړ ولايت سلګونه توغندي توغولي  چې د مرګ ژوبلې ترڅنګ سلګونه کورنۍ بې ځايه شوې دي.

login or register a new account.