غزني ښار (پژواک، ٨ ليندۍ ٩٦): د غزني په واغظ ولسوالۍ کې اووه وسله وال طالبان وژل شوي او د يو طالب چارواکي په ګډون څلور نور ژوندي نيول شوي دي.
دغه څرګندونې د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال محمد زمان د ليندۍ په اتمه د يوې خبرې غونډې په ترڅ کې وکړې.
هغه وويل چې په دې وروستيو کې امنيتي ځواکونو په واغظ ولسوالۍ کې د ضرب سلطان په نوم عمليات پيل کړي دي.
ده وويل چې د دغو عملياتو په ترڅ کې تر اوسه اووه طالبان وژل شوي او ١٥ نور تپيان دي.
قوماندان وايي چې د عملياتو پر مهال څلور وسله وال طالبان ژوندي هم نيول شوي چې په ډله کې یې يو د واغظ لپاره د وسله والو طالبانو د ولسوال مرستيال سيد احمد دى.
ده وويل چې د يادو عملياتو پر مهال د وسله والو طالبانو يو شمېر وسلې او نور مهمات هم له منځه تللي او عمليات په سيمه کې اوس هم روان دي.
خو قوماندان ونه ويل چې په دې عملياتو کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې او کنه.
دغه راز د واغظ اوسيدونکي عبدالله خان پژواک ته وويل چې د وړمې ورځې راهيسې په دې ولسوالۍ کې جګړه پيل شوې ده.
ده وويل: ((درې طالبان ما وليدل چې زخميان شوي وو، خو نور يې په اړه معلومات نه لرم.))
د دې څرګندونې په اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.
واغظ د غزني ولايت له نا امنو ولسواليو څخه ده چې څه موده وړاندې يې د ولسوالۍ مقام له خپل اصلي ځاى څخه د غزني ښار ته نږدې د کابلو سيمې ته انتقال کړاى شو.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP