کابل (پژواک، ٨ ليندۍ ٩٦): د کورنيو چارو وزارت وايي چې په څرخي پله زندان کې د هرات ولايتي شورا د يوه پخواني غړي په ګډون پر پنځو انسان تښتوونکو د اعدام حکم عملي شو.
د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د انسان تښتوونکو دغه پنځه کسيزه ډله نن سهار په څرخي پله کې د عدلي او قضايي ارګانونو د استازو په شتون کې اعدام شول.
رحيمي زياته کړه چې د يادو پنځو کسانو تر څنګ د هرات د ولايتي شورا پخوانى غړى حاجي عسکر انوري هم و چې په هرات کې يې د حنظله بادغيسي شرکت مرستيال له تښتولو وروسته وژلى و.
د هغه په خبره، دغه پنځه کسيزه ډله د درې ګونو محکمو د نهايي حکم او ولسمشر محمد اشرف غني له توشېح وروسته پر اعدام محکوم شوي وو.
د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند وويل چې مجرمين په هرات کې د يوه انسان تښتوونکي بانډ غړي وو چې د جعلي بانکنوټونو کارونه يې هم کوله.
نوموړي پاتې څلور کسان چې نن اعدام شول، د زلمى، عبدالظاهر، فايق او تيمور په نومونو ياد کړل چې ياد شوي مجرمين په هرات کې د يوه انسان تښتوونکي بانډ غړي وو چې بېلابېل جرمونه يې تر سره کړي وو، له دې ډلې د يوه ودانيز شرکت د مرستيال محمد شاه ايماق د تښتونې او وژنې قضيه د يادونې وړ ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP