محمودراقي- کابل (پژواک، ٨ ليندۍ ٩٦): ولسمشر د يوه حکم له مخې عبداللطيف مراد د کاپيسا د نوي والي په توګه ټاکلى دى.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې له خوا د ليندۍ په ٨مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په وړانديز او د ولسمشرۍ د عالي مقام په منظورۍ عبداللطيف مراد په مافوق الرتبه بست کې د کاپيسا د والي په توګه ټاکل شوى دى.
سرچينې زياته کړې چې عبداللطيف مراد اوسمهال د افغانستان د سولې د عالي شورا غړى دى، لوړې زده کړې او ښې کاري تجربې لري.
د کاپيسا د ولایتي شورا رييس حسين سنجني پژواک اژانس ته وويل چې مراد د دغه ولايت د کوهبند ولسوالۍ د بولغين درې اوسېدونکى دى.
هغه زياته کړه چې نوموړى د جمعيت اسلامي ګوند غړى او د دغه ګوند د پخواني مشر استاد برهان الدين رباني د وياند عزيز مراد ورور دى.
سنجني د کاپيسا د والي په توګه د لطيف مراد ټاکنه پر ځاى بولي او زياتوي چې هغه تل د خلکو په منځ کې اوسېدلى دى او په ټولو مبارزو کې يې ونډه اخيستې ده.
د ولايتي شورا رييس وايي، هغه به د خپل مدیریت له امله وکولای شي د کاپیسا ولايت لپاره ډېر کارونه وکړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP