باکو(پژواک،١٠ليندۍ ٩٦ ) : د اذربايجان په پلازمېنه باکو کې نن د اسيا زړه اوومه ناسته د غړيو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو په ګډون د افغانستان او اذربايجان د ولسمشرانو په وينا پيل شوه .
د بهرنيو چارو وزارت وياند شکيب مستغني پژواک اژانس ته وويل چې په دې ناسته کې د غړيو هېوادونو د بهرنيو چارو ١٤ وزيران ، د ١٧ ملاتړو هېوادونو استازي او دغه راز د سمې او نورو هېوادونو د سازمانونو ١٤ غړي ګډون کوي .
دغه غونډه د افغانستان په وخت په لس نيمو بجو د ولسمشر محمد اشرف غني او د اذربايجان د ولسمشر الهام علي يوف په ويناوو سره پيل شوه .
مستغني وويل چې سږکال د اسيا زړه د ناستې کوربه اذربيحان دى چې د امنيت د ټينګښت او د سيمې د اتصال تر سرليک لاندې جوړيږي .
ټاکل شوې ده چې د افغانستان ولسمشر ددې ناستې په څنډه کې له اذربايجان سره اووه هوکړه ليکونه هم لاسليک کړي .
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP