محمودراقي(پژواک، ۱۰ ليندۍ ۹۶):د کاپيسا چارواکي وايي چې امنيتي ځواکونو په تګاب ولسوالۍ کې پنځه وسله وال له وسلو او چاودېدونکو توکو سره نيولي دي.
د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کسان يې تېر مازيګز د تګاب د احمد زيو په سيمه کې نيولي دي.
هغه زياته کړه:« د تګاب په جنوب کې د سيمه ييزو پوليسو او وسله والو تر منځ هره ورځ جګړه روانه وي، ځينې وسله وال د سيمې ليکو ته ورتلل چې پنځه تنه يې د عامه نظم پوليسو په کمين کې نيول شوي، له دوی سره وسلې ، بمونه او نور چاودېدونکي مواد هم نيول شوي دي.»
د سيمې يو تن اوسېدونکي شاکر پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ په ډېرو نا امنو سيمو کې وسله وال په موټر سايکلونو تګ او راتګ کوي چې تېره مازيګر يو شمېر وسله وال مخالفين د پوليس له خوا نيول شوي خو کره شمېره يې معلومه نه ده.
د نوموړي په وينا، د تګاب د جنوبي سيمې د جګړې لپاره له نورو ولايتونو څخه هم ځينې وسله وال راغلي دي.
په دې اړه وسله والو مخالفينو تر اوسه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې له تېر يو کال راهيسې د تګاب په جنوبي برخه کې د امنيتي ځواکونو او د حکومت د وسله والو مخالفينو تر منځ جګړې روانې دي او ډېرى خلکو خپلې سيمې پرېښې دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP