غزني ښار (پژواک، ١١ ليندۍ ٩٦) : چارواکي وايي چې د غزني په ګيرو ولسوالۍ کې د نښتو او هوايي بريدونو پر مهال د دوو قوماندانانو په ګډون ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۷ نور يې ټپيان دي.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري د ليندۍ په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ وسله والوطالبانو دغزني پر ګیرو ولسوالۍ باندې ډله ييز بریدونه وکړل .
د هغه په وينا، په دې بریدونو کې دوه پولیس وژل شوي او ۱۱ نور يې ټپيان دي.
نوري وايي، دا نښتې چې څو ساعته يې دوام وکړ، وروسته د هوايي ځواکونو له خوا پر وسله والو طالبانو بمبار وشوچې د ملا جوهر او ملا ذاکر په نومونو ددوو قوماندانانو په ګډون ۱۸ طالبان وژل شوي او ۲۷ نور يې ټپيان دي.
د والي وياند وويل، له وسله والو څخه يو شمېر وسلې او مهمات هم په سيمه کې پاتې شوي دي.
د ګیرو اوسېدونکي هم وايي چې تېره ورځ له غرمې وروسته طالبانو په ولسوالۍ باندې بریدونه وکړل .
ددې سیمې يوتن اوسېدونکی احمد شاه وايي چې د ماښام په پنځو بجو هوايي بريدونه وشول.
د نوموړى وايي چې په دې نښتو کې درې ملکي وګړي هم ټپيان شوي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم ياده نښته مني او وايي چې په دې بريدونو کې څلور پوليس وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
هغه په دې جګړه کې يواځې د دوو طالبانو ټپي کېدل تاييد کړل.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP