پل علم (پژواک، ١١ ليندۍ ٩٦) : د لوګر ولايت سیمه ییز چارواکي وایي ، چې ناپېژانده وسله والو تېرماښام په محمداغې ولسوالۍ کې يو قومي مشر وژلى دى.
د لوګر د والي ویاند سلیم صالح د ليندۍ په ١١مه، پژواک خبری اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېر ماښام د محمداغې ولسوالۍ اړوند په پل قندهاریو سیمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، د حاجي شېر علي په نوم قومي مشر او د علم خان په نوم يو بل عام وګړى، له جومات څخه کور ته روان وو چې د ناپېژاندو وسله والو له لوري ووژل شول.
د نوموړي په وينا، يو بل ملکي وګړى په دې پېښه کې ټپي شوى دى.
صالح ګومان کوي چې په دې پېښه کې به د وسله والو مخالفينو لاس وي، خو زياتوي، چې پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
د سیمې يوتن اوسېدونکی او د پېښې عيني شاهد پژواک ته وویل، د ماښام لمونځ شوى و، خلک له جوماته کورونو ته روان و، چې ناڅاپه ډزې وشوې.
د هغه په وينا، په دې بريد کې قومي مشر حاجي شېر علي او یو بل کلیوال وژل شوي و.
نوموړى وايي، چې دغه قومي مشر له چا سره دښمني نه لرله .
خو وسله والو په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.
تېره اوونۍ هم په محمد اغې ولسوالۍ کې يو قومي مشر وژل شوى و.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP