Language

د پکتيکا قومي مشران: طالبان او حکومت دې بين الافغاني سولې ته غاړه کېږدي

ښرنه (پژواک، ١٢ ليندۍ ٩٦): د پکتيکا ولايت قومي مشرانو له دولت او وسله والو طالبانو وغوښتل چې له شرایطو څخه تېر شي او بين الافغاني سولې ته غاړه کېږدي.

مخور قومي مشر ډګروال ګلاخان وويل چې روانه جګړه پر افغانانانو تپل شوې ده، قرباني یې افغانان ورکوي خو ګټه یې نورو هېوادونو ته رسېږي.

هغه زياته کړه، افغان دولت او وسله وال طالبان دې له تېروتنو او شرايطو تېر شي او په ګډه دې په هېواد کې بين الافغاني سوله رامنځته کړي.

ډګروال ګلاخان وايي: ((روان جنګ په هېواد کې ورانۍ رامنځته کړې، په خپلو کې يې په بديو واړولو، جګړې پر موږ پرديو مسلط کړې دي، په زرګونو افغانان ووژل شول.))

د زرغون ښار ولسوالۍ اوسېدونکي او قومي مشر ملک ډوګره هم وويل، په هېواد کې چې څومره خلک په هر رنګ او نوم وژل کېږي، افغانان دي، نو افغان دولت او وسله وال طالبان دې هم يو بل نه وژني او په خپلو کې دې سره سوله وکړي.

هغه زياته کړه چې سوله د خدای امر او د ولس غوښتنه ده.

يوه بل قومي مشر اورنګ وويل چې د سولې روانه تګلاره په افغانستان کې وسله وال طالبان سولې کولو ته نه شي قانع کولای او نه هم سوله راتلای شي نو بايد په په دې تګلاره کې بدلون رامنځته شي.

نوموړى وايي: ((که افغان دولت رښتيا هم په هېواد کې د جنګ ختمولو او سولې راوستلو اراده لري، نو د ولايتونو په سطحه دې د قومونو له منځه هغه قومي مشران، علما چې له وسله والو طالبانو سره ناستې ولاړې ولري او هغوى ته قناعت ورکولی شي، رامخته کړي.

هغه له طالبانو هم وغوښتل چې نور دې له جنګ جګړو لاس پر سر شي او د خپل ولس له غوښتنو سره سم دې له افغان دولت سره سوله وکړي.

د قبايلو او سرحدونو چارو رياست استازي نور اسلام کټوازي چې دغه غونډه يې را بللې وه، پژواک ته وويل چې د ولسونو دغه شان ناستې کولای شي په هېواد کې روانو ناخوالو ته د پای ټکی کېږدي.

نوموړي زياته کړه، ولسونو وويل چې جنګ د افغانانو نه دی، بلکې پر افغانانو ټپل شوی دی.

وسله والو طالبانو د قومي مشرانو د دې غوښتې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.