Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

چارواکي: د هلمند لپاره د طالبانو مرستيال والي وژل شوى

لښکرګاه  (پژواک، ١٢ ليندۍ ٩٦) : چارواکي وايي چې د هلمند ولايت لپاره د وسله والو طالبانو مرستيال والي ملا ناصر وژل شوى دى.

په هلمند کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو قوماندان تورن جنرال ولي محمد احمدزى وايي، نوموړى په موسی کلا ولسوالۍ کې په داسې حال کې وژل شوى چې ملا ناصر له يو بل قوماندان سيف الله سره موټر کې سفر کاوه چې تر هوايي بريد لاندې راغى.

هغه د ليندۍ په ١٢مه، په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې ملاناصر  له  مرستيالۍ سربېره  د طالبانو د سرې قطعې قوماندان هم و.

جنرال احمدزى وايي، پر همدې مهال د هيرويينو يو شمېر فابريکې هم ويجاړې​شوې دي.

قوماندان زياتوي، په تېرو اتو مياشتو کي ۴۰۰ هوايي بريدونه شوي چې​ په هر بريد کي له يو څخه تر ٣٠پورې وسله وال مخالفين وژل شوي او ټپيان دي.

نوموړي وويل، چې له دې وروسته به هوايي بريدونه نور هم زيات شي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو اوونيو کې له لسو ډېرې د نشه يي توکو فابريکې د امريکا هوايي ځواک په بريدونو کې تخريب شوې دي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي،خو ددوی ځينو سرچينو د ملاناصر وژل کېدل منلي دي.

 

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.