لښکرګاه (پژواک، ١٣ ليندۍ ٩٦): په هلمند کې د ميوند قول اردو قوماندان وايي، د وسله والو طالبانو پر وړاندې يې جنګي تاکتيکونه بدل کړي چې له امله يې هغوی له ماتې سره مخ شوي دي.
دغه څرګندونې د ٢١٥ ميوند قول اردو قوماندان تورن جنرال ولي محمد احمدزي د ليندۍ په ١٣مه د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وکړې.
ده وويل چې له څه مودې راهيسې يې د وسله والو طالبانو پر وړاندې خپل جنګي تاکتيکونه بدل کړي نو له همدې امله له ماتې سره مخ دي.
هغه زياته کړه: ((موږ چې اوس کومه سيمه نيسو، هلته د پوستې پر ځاى قرارګاه په کې جوړوو او خپلو عملياتو ته ادامه ورکو، نو له همدې امله د تمې خلاف طالبان له ماتې سره مخ دي او ټول طالبان په تېښته کې دي.))
د قوماندان په وينا، د ميوند اووه او اته په نامه په تېرو دوو عملياتو کې يې وسله وال طالبان د ځمکې او هوا له لارې ډېر ځپلي دي.
ده وويل چې په سنګين، موسى او کجکي ولسواليو کې د طالبانو مالي سرچينې چې د نشه يي توکو فابريکي وې، له منځه وړل شوې دي.
د هغه په خبره، په تېرو اتو مياشتو کې شاوخوا څلور سوه هوايي بريدونه شوي چې په ترڅ کې یې سلګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د احمدزي په وينا، ډېرې سيمې دوى له طالبانو نيولې دي او د نورو د نيولو هڅې هم روانې دي.
دغه راز په دې ناسته کې د هلمند د والي مرستيال سردارمحمد همدرد وويل چې په وروستيو عملياتو کې خلکو له امنيتي ځواکونو سره پوره همکاري کړې چې له امله يې امنيتي ساحې پراخې شوې دي.
همدرد ژمنه وکړه چې ډېر ژر به په ولسواليو کې فلجې ادارې بېرته فعالې شي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې ناستې وړاندې د ميوند قول اردو له تعليمي مرکزه پنځه سوه سرتېري تر دوه مياشتنۍ زده کړو وروسته فارغ شول.
د دغه مرکز مشر ډګروال شاه ولي ځاځي وويل چې يادو سرتېرو ته د کورني ښوونکو تر څنګ د بهرني استادانو له خوا هم زده کړې ورکول شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن