غزني ښار (پژواک، ١٣ لیندۍ ۹۶): د غزني د قره باغ ولسوال وايي، د لويې لارې د نا امنۍ له امله د دې ولسوالۍ قاضي او څارنوال خپلو دندو ته نه حاضرېږي او دغه کار خلکو ته ستونزې پیدا کړې دي.
د قره باغ ولسوال صاحب خان د ليندۍ په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې د قره باغ- غزني ښار د لويې لارې امنيت خراب شوى دى.
ده پر امنيتي ځواکونو نيوکه وکړه چې تر اوسه نه دي توانېدلي د دې لارې امنيت تامين کړي.
ده وويل: ((له دې نا امنيو سره سره زموږ ټولې ادارې فعالې دي خو يواځې قاضي او څارنوال د لارې د نا امنۍ له امله له تېرو څو مياشتو راهيسې خپلو دندو ته نه راځي.))
هغه وايي چې خلک د خپلو حقوقي ستونزو د حل په موخه د قاضي او څارنوال لپاره غزني ښار ته ورځي.
هغه زياته کړه: ((څو ځلې مې دا خبره له مشرانو سره مطرح کړې خو تر اوسه چا دغه مشکل نه دى حل کړى.))
دغه راز د يادې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي هم ورته څرګندونې کوي.
د قره باغ اوسېدونکي لعل محمد پژواک ته وويل: ((دا ډېر وخت کېږي چې نه قاضي سته او نه څارنوال سته، که يوه وړه ستونزه هم پيدا شي نو مجبور چې ښار ته ولاړ شي.))
د هغه په وينا، کله چې خلک ښار ته د قاضي او څارنوال لپاره ورشي نو ليدل يې بيا ډېر ستونزمن کار وي.
د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکي نقيب الله پژواک ته وويل چې د غزني- قره باغ لويه لار ډېره نا امنه شوې ده.
هغه وايي: ((امنيتي کسان خو بېخي په يوازې ځان تګ راتګ پرې نه شي کولاى خو زياتره وخت عام خلک هم له موټره ښکته کوي.))
يادو کسانو ټينګار وکړ چې د لارې د امنيت او د قاضي او څارنوال ستونزې بايد حل شي.
login or register a new account.