Language

کندوزښار (پژواک، ١٣ ليندۍ ٩٦): په کندوز ولايت کې د دوو خبريالانو په شخصي لګښت جوړ شوي خصوصي ټلوېزيون نن په خپرونو پيل وکړ.

د کندوز ولايت دوو خبريالانو هدايت زيارمل او ذبيح الله مجيدي دغه ټلوېزيون په خپل شخصي لګښت فعال کړى دى.

د اورانوس ټلوېزيون مشر هدايت الله زيارمل د ټلوېزيون د پرانيستې پر مهال وويل چې ټلوېزيون به يې پر ۴۸۷.۲۵ ميګاهرټز فريکونسي په کندوز ښار کې د ليدو وړ وي.

د هغه په خبره، اورانوس يوه خپلواکه او سوداګريزه رسنۍ ده چې د خلکو په ملاتړ او د سوداګريزو اعلاناتو له لارې به مخې ته ځي.

هغه وويل چې ټلوېزيون به يې د اوس لپاره د تخنيکي وسايلو د کمښت په سبب د مازديګر له څلورو د شپې تر ١٢ بجو پورې په دري او پښتو ژبو شاوخوا اته ساعته خپرونې ولري.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه ټلوېزيون به له دې وروسته ځايي خبرونه، راپورونه، علمي، کلتوري، ښوونيز، تفريحي، اقتصادي، حقوقي، روغتيايي او ټولنيز مسايل خپروي.

د افغانستان د فرهنګ او رسنيزو اړيکو بنسټ مشر ذبيح الله مجيدي وويل چې د طالبانو له لوري د کندوز له دوه ځلي نيولو سره اکثره ځايي رسنيو ته زيان اوښتى او له بندېدو سره مخ شوي دي.

مجيدي په خپلو خبرو کې د مالياتو او فريکونسي جريمې، د خپرونو او فريکونسي د جوازونو د کلي فيس ورکړه او د برېښنا لوړ لګښتونه هغه ستونزې وبللې چې اوسمهال ورسره ځايي رسنۍ لاس او ګرېوان دي.

د کندوز والي اسدالله عمرخېل  اورانوس ټلوېزيون د پرانيستې مراسمو ته وويل چې ځايي ادارې تل له رسنيو او خبريالانو ملاتړ کړى او هر ډول يې اطلاعات يې په وخت ورسره شريک کړي دي.

والي د دغه ولايت خبريالانو ته د اتلانو خطاب وکړ او ویې ويل چې دوى په ډېرو سختو شرايطو کې له خپلو دندو نه دي زړه توري شوي او حکومت ته د خلکو د غږ رسونې په برخه کې يې خپلې مبارزه کړې ده.

د يادونې ده، اوسمهال په کندوز ولايت کې د ٩ خصوصي راډيو ګانو تر څنګ درې شخصي او يو دولتي ټلويزيون خپرونې لري.

login or register a new account.