غزني ښار (پژواک، ١٥ ليندۍ ٩٦): د غزني د مقر اوسېدونکو د يوه لاريون په ترڅ کې د دې ولسوالۍ امنيه قوماندان د نشه يې توکو پر قاچاق او وژنو تورن کړ.
د غزني د مقر ولسوالۍ شاوخوا دوو سوو اوسېدونکو نن د دې ولسوالۍ د امنيه قوماندان سمونيار حاجي محمد پر ضد لاريون وکړ.
لاريون کوونکو د دې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د درېيو ساعتونو لپاره د کابل- کندهار لويه لار هم د ترافيکو پر مخ تړلې وه.
يوه لاريون کوونکي خان محمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې په دې ولسوالۍ کې مرموزې وژنې ډېرې شوې او په ډېرو کې د امنيه قوماندان لاس دى.
هغه يوه پاڼه په لاس کې نيولې وه او ويل یې: ((دا د هغو ٢٣ کسانو لېست دى چې د دې قوماندان په وخت کې وژل شوي او په ډېرو کې يې د هغه لاس دى.))
خان محمد وويل چې د يادې ستونزې په اړه يې له اجرائيه رييس عبدالله عبدالله او نورو مشرانو سره هم ليدلي دي.
بل لاريون کوونکي نعيم الله پژواک ته وويل چې د مقر امنيه قوماندان د وژنو تر څنګ د نشه يې توکو په قاچاق کې هم لاس لري.
هغه زياته کړه: ((دا قوماندان غل دى، بد معاش دى، له خلکو پيسې اخلي او قمار هم وهي.))
يادو لاريون کوونکو ټينګار کاوه چې دغه امنيه قوماندان بايد له دندې ګوښه او پر ځاى بل کس وګومارل شي.
دوى ويل که چېرې يې غوښتنې ونه منل شي، يو ځل بيا به د کابل- کندهار لويه لار د ترافيکو پر مخ وتړي.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د مقر ولسوالۍ د امنيه قوماندان نظر هم واخلو خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.
خو د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال محمد زمان بيا پژواک ته وويل چې د لاريون کوونکو ادعاوى به وڅېړل شي او وروسته تر هغه به د قوماندان په اړه اقدام وشي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP