Language

د لوګر بره کي برک کې نهه طالبان وژل شوي

پل علم (پژواک، ١٥ ليندۍ ٩٦): د لوګر په بره کي برک ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه کې نهه طالبان وژل شوي او ١١ نور ژوندي نيول شوي دي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د ليندۍ په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو درېيو ورځو راهيسې امنيتي ځواکونو په بره کي برک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې چاڼيز عمليات پيل کړي دي.

هغه وايي چې په دغو عملياتو کې تر اوسه نهه وسله وال طالبان وژل شوي، ١١ ژوندي نيول شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

نوموړي په دې جګړه کې د افغان امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبله په اړه څه ونه ويل.

د صالح د معلوماتو له مخې، د همدې عملياتو په ترڅ کې ١٥ کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي.

ده وويل چې د عملياتو پر مهال ٤٠ ماينونه، يوه پيکا، درې کلاشينکوفونه، درې ميله راکټ او يوه اندازه چاودېدونکي هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

دغه راز د بره کي برک د نو برجه سيمې اوسېدونکي سيداحمد پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې له تېرو درېيو ورځو راهيسې عمليات روان دي.

هغه وايي: ((زموږ سیمې ته ګڼ شمېر حکومتي ځواکونه راغلي او کور په کور تلاشي روانه ده، کله کله د وسله والو طالبانو له مقاومت سره هم مخ کيږي.))

ده وويل چې د دې ولسوالۍ ډېرې سيمې له کلونو کلونو د وسله والو طالبانو په کنټرول کې دي.

همدارنګه د لوګر د ولايتي شورا غړي حسيب الله ستانکزي پژواک ته وويل چې د امنيتي ځواکونو له لوري په بره کي برک کې پيل شوي عمليات نېک ګام دى خو باید له ډېر احتياطه کار واخيستل شي څو عام خلک له مرګ ژوبلې سره مخ نه شي.

دى وايي چې بره کي برک کې امنيتي ستونزې ډېرې دي نو ځکه پرمختيايي چارې هم په کې تر ډېره نه دي ترسره شوې.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.