مزارشريف (پژواک، ۱۵ ليندۍ ۹۶): د بلخ ولايت د مرکز مزارشريف ښار اوسېدونکي وایي، د هوا په سړېدو سره د برېښنا پرچاوي زياته شوې ده او دغه کار دوى يې له ستونزو سره مخ کړي دي.
د مزارشريف ښار اوسېدونکي قدرت الله پژواک ته وويل چې له څه مودې راهيسې خلک په مزار کې په ٢٤ ساعتونو کې لس ساعته برېښنا نه لري.
نوموړي زياته کړه: "موږ ټول کال له ۲۴ ساعته برېښنا سره عادي وو، په ناڅاپي توګه د برېښنا تر اندازې زیاته پرچاوي له سړي لاره ورکوي."
د بلخ پوهنتون یو محصل فرهاد وايي، د برېښنا پرچاوي زده کوونکي او محصلين ډېر له ستونزو سره مخ کړي؛ ځکه چې په دې ورځو کې يې ازموينې دي او بايد د شپې له خوا ډېره مطالعه وکړي او درسونه تکرار کړي.
هغوى وایي چې حکومت بايد دغه ستونزه حل کړي.
خو د بلخ ولايت د برېښنا رييس نسيم ګنجي وايي چې له ازبکستان څخه دغه ښار ته وارد شوې برېښنا د هوا په سړېدو سره د خلکو اړتياوې په پوره توګه نه شي پوره کولی.
دى وايي، پرچاوي يواځې هغه وخت کمېداى شي چې خلک د برېښنا لګښت کم کړي.
ګنجي وويل هڅې روانې دي چې له ازبکستان څخه ۵۰۰ مېګاواټه نوره برېښنا هم وارد کړای شي، خو وايي چې دغه کار ممکن دوه کاله وخت واخلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP