Language

غزني کې له بېځایه شوو سره کېدونکې مرستې دولتي کسانو ته وېشل کېږي

غزني ښار (پژواک، ١٥ ليندۍ ٩٦): په غزني کې يو شمېر بېځايه شوي کډوال تور پورې کوي چې مرستې د مستحقو کسانو پر ځاى دولتي مامورينو ته ورکول کېږي.

د غزني له ناوې ولسوالۍ بېځايه شوي کډوال خان محمد د ليندۍ په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له څه باندې يو کال راهيسې د غزني ښار د علي لالا په سيمه کې اوسېږي، خو تر اوسه يې مرسته نه ده ترلاسه کړې.

هغه وايي: ((موږ دلته پراته يو، تر اوسه مو چا پوښتنه نه ده کړې، زه يوازې درې زره افغانۍ د کور کرايه ورکوم، زموږ په نوم کومکونه راځي او دولتي مامورين يې ځان ته اخلي.))

هغې د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((ما په خپلو سترګو ليدلي چې کومکونه دولتي کسان اخلي، هېڅ ثبوت ته ضرورت نه لري.))

دغه راز د يوې بلې بېځايه شوې کورنۍ مشرې بي بي مروې پژواک ته وويل: ((مشر زوى مې په جنګ کې مړ شو، ښځه او بچيان يې راته پاتې دي، غزني ښار ته راغلي يو، خو څوک مو پوښتنه نه کوي.))

دې وويل چې د کار کولو يې څوک نشته نو نه شي کولاى چې د کور کرايه پوره او د خوراک او څښاک لپاره څه ترلاسه کړي.

دې هم وويل چې مرستې د مستحقو کسانو پر ځاى د دولتي کسانو خپل خپلوان ترلاسه کوي.

د غزني ښار اوسېدونکي رحمت الله پژواک ته وويل چې د سروې پر مهال دولتي کسان د مستحقو کسانو پر ځاى د خپلو مامورينو يا خپلوانو نومونه ليکي.

هغه وايي: ((تاسو پوښتنه وکړئ، په دې پنځو کلونو کې په شمار مستحقو کورنيو به کومکونه ترلاسه کړي وي،  نور ټول دولتي کسانو او زورواکو اخيستي دي.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

د اړوندې موضوع په اړه د غزني د کډوالو چارو رييس خالقداد احمدي پژواک ته وويل: ((زه له رسنيو څخه هېڅ ښه خاطره نه لرم او ځان سره مې پرېکړه کړې چې له رسنيو سره خبرې نه کوم.))

خو د غزني د والي وياند محمد عارف نوري بيا وايي چې دوى ته هم داسې شکايتونه او عکسونه رسېدلي دي چې له مخې يې دولتي مامورين د بېځايه شوو او بېوزلو کسانو مرستې ترلاسه کوي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.