Language

پکتیکا کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ښرنه (پژواک، ١٦ ليندۍ ٩٦): پکتيکا کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه کې ١٤ طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمد ارين د ليندۍ په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې افغان هوايي ځواکونو تېره شپه په مټاخان او تروې ولسواليو کې د وسله والو طالبانو پر پټنځايونو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې ١٤ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

د هغه په وينا، په دغو بريدونو کې د وسله والو طالبانو يو شمېر سپکې او درنې وسلې هم له منځه تللې دي.

دغه راز د مټاخان ولسوالۍ اوسېدونکي الله داد هم پژواک ته وويل چې تېره شپه د ملايانو او شاه تورو په سيمو کې هوايي بريدونه شوي دي.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې نهه وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

مټاخان او تروې د پکتيکا د نا امنو ولسواليو له ډلې څخه دي او ډېرې سيمې يې هم د وسله والو طالبانو په لاس کې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.