مزارشريف (پژواک، ۱٨ ليندۍ ۹۶) : د شمال زون د خبريالانو ټولنې وايي چې غير مسوول وسله وال د بشري حقوقو په تړاو، اطلاعاتو ته د لاس رسي پر وړاندې خنډ دي.
د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ليندۍ په ۱۹مه، د بشر حقوقو نړيواله ورځ د مدني فعالانو خبريالانو له خوا په ګډه ونمانځل شوه.
په ناسته کې مدني فعالان، خبريالانو او دولتي ادارو وياندويانو برخه اخيستې وه، چې په کې د بشر حقوقو د نقض په تړاو د اطلاعاتو د کره والي او راټولونې په تړاو بحث وشو.
د دغې ناستې تنظيمونکي او په شمال کې د خبريالانو د مصونيت ټولنې مسوول بشير انصاري پژواک خبري اژانس ته وويل، په شمال زون کې د بشري حقوقو د نقض په تړاو د معلوماتو راټولېدو پر وړاندې له ټولو ستر خنډ غير مسوول وسله وال دي.
نوموړي زياته کړه، يوازې خبريالان نه، بلکې د بشر حقوقو کارکوونکي هم له هغو سيمو د بشري حقوقو د نقض په تړاو اطلاعات نه شي موندلی، چېرې چې غير مسوول وسله وال فعال وي.
د هغه په وينا، د شمال زون په ډېری لرې سيمو کې خلک د غير مسوولو وسله والو پر وړاندې په غلي توب مجبور شوي.
بلخوا مدني فعالان وايي، چې په شمال زون کې د بشر نږدې ټول حقوقو نقض شوي دي.
مدني فعال استاد جمشېد فردي د مېرمنو او ماشومانو حقوق خوندي ونه ګڼل.
نوموړي زياته کړه، چې عام خلک د تعليم کولو او اطلاعاتو ته د لاس رسي په څېر بنسټيزو حقوقو ته هم لاس رسی نه لري.
login or register a new account.