Language

په غزني کې وسله والو طالبانو او امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزني ښار  (پژواک، ١٨ ليندۍ ٩٦) : چارواکي وايي چې په غزني ولايت کې د يوې نښتې په ترڅ کې دولتي سرتېرو او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري  د ليندۍ په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه يو شمېر وسله والو طالبانو د قره باغ ولسوالۍ په ليونۍ بازار سیمه کې د ملي اردو پر يوه پوستې ډله ييز بريد وکړ.

هغه زياته کړه، تر بريد وروسته جګړه پيل شوه چې څلور ساعته يې دوام وکړ.

د نوري په وينا، په دې جګړه کې د ملي اردو درې سرتېري وژل شوي، دوه ټپيان دي، دغه راز اته   وسله وال طالبان هم وژل شوي او ١٢ نور يې ټپيان شوي دي.

دده په وينا، وروسته سيمې ته امنيتي ځواکونه رسېدلي وو او وسله وال تښتېدلي دي.

يوې بلې امنيتي سرچينې بيا پژواک ته وويل، په دې نښته کې د ملي اردو شپږ سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

طالب ویاند ذبيح الله مجاهد بيا ادعا کوي چې د سرکې خېلو پوسته يې نیولې او په کې ۱۵ سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

هغه يواځې د يو طالب وژل تاييد کړي دي.

د غزني قره باغ ولسوالۍ دکابل -  کندهار پر لویه لاره پرته ده چې په دې وروستیو کې یې امنیتي حالت خراب شوى.

login or register a new account.