مزارشريف (پژواک، ١٩ ليندۍ ۹۶): د بلخ په مرکز مزاشريف ښار کې د ۲۵ جوړو ډله ييز واده وشو، چې يو امنيتي سرتېری هم په کې شامل و.
دغه ډله ييز واده د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له خوا د ښار په يوه هوټل کې ترسره شو، چې د هرې جوړې له کورنۍ ورته شل شل کسان رابلل شوي وو.
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو امر عظيم الحق عظيمي پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغه واده د تر سره کېدو لپاره يې اعلانات کړي وو، ترڅو بېوزله جوړې ورسره ځانونه ثبت کړي او دوی يې په وړيا توګه واده وکړي.
ده زياته کړه، په دې واده يو ميليون او اته سوه زره افغانۍ لګښت راغلى دی.
د هغه په وينا، په واده کې برخه اخيستونکې هرې جوړې د اوسني وخت د بېځايه رواجونو د پاللو له کبله د واده کولو وس نه درلود.
په دغو مراسمو کې د سيد قاسم په نامه د ملي اردو سرتېری هم شامل و، چې نن يې خپله ناوې واده کړه.
نوموړي پژواک ته وويل: ((په خپلې سربازۍ وياړم، خو راکول کېدونکی معاش دومره نه و، چې واده دې پرې هم وکړم.))
د هغه په خبره، معاش يې ايله د کورنۍ ورځنۍ اړتياوې ورپوره کولې.
نوموړى، نن خوښ و چې له دوه کاله نامزادۍ وروسته يې خپله چنغله ځان ته واده کړه.
ځينو جوړو بيا له هغو کسانو د مرستې هيله وکړه، چې په خپلو ودونو کې ډېر لګښتونه کوي.
سويتا چې نن په همدې ډله ييز واده کې خپل نامزاد ته واده شوه، وويل چې خوشحاله ده چې پر واده يې هېڅ لګښت رانغی.
نوموړې په ځانګړو ودونو کې ډېر لګښت کول، د پيسو بې ځايه لګول وګڼل او زياته يې کړه، هغه خلک چې همدا کار کوي، ښه ده چې غريبو خلکو سره مرسته وکړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP