غزني (پژواک، ١٩ ليندۍ ٩٦): په غزني کې د سولې تر نامه لاندې د ښځينه او نارينه لوبغاړو له لوري د بايسکل ځغلونې سيالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ د اسلامي ثقافت له مرکزه پيل او د شهيدانو تر څلورلارې پورې چې نږدې څلور کيلومتره کېږي، په لاره اچول شوې وې.
په غزني کې د ځوانانو امر عبدالاحد مرجانخېل د ليندۍ په ١٩مه د دې سيالۍ د ترسره کېدو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بايسکل ځغلونې دغه سيالۍ د لومړي ځل لپاره په دغه ولايت کې ترسره شوې.
هغه وايي: ((دلته بېکاري ډېره ده، ځوانان نشه يي توکو ته مخه کوي نو د دې لپاره چې له نشو وګرځول شي، دغه سيالۍ مو په لاره اچولې دي.))
د مرجانخېل د معلوماتو له مخې، په دې سياليو کې لسو نجونو او لسو هلکانو برخه اخيستې وه.
دى وايي: ((دغه سيالۍ موږ د سولې تر نامه لاندې ترسره کړې، څو ټول پر دې وپوهېږي چې موږ له هر څه مخکې سولې ته اړتيا لرو.))
ده وويل هڅه کوي دغه ډول سيالۍ په راتلونکي کې له نورو ولايتونو سره هم ترسره کړي.
دغه راز د يادو سیالیو ترسره کوونکي محمدحکيم پژواک ته وويل: ((اول ځل مې دى چې په داسې سيالۍ کې مې برخه اخيستې ده، ډېر خوشحاله يم غواړم، دغه شان نورې لوبې هم ترسره شي.))
بلې ګډون کوونکې بي بي رحيمې پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د بايسکل ځغلونې د تمرين لپاره مناسب ځاى او وسايل شتون لري خو بيا هم دوى دغه ډول سيالۍ ترسره کړې.
هغې دا هم وويل: ((په دې وروستيو کې امنيت ډېر دلته خراب شوى، خو بيا موږ ته د دې زمينه برابره شوه چې د بايسکل ځغلونې په سياليو کې ګډون وکړم.))
د يادونې ده، د دې سياليو لومړى مقام محمدهاشم، دويم بي بي رحيمې او درېيم عزيزالله ترلاسه کړ او د ولايتي چارواکو له لوري د برونزو مډالونه هم ورکړل شول.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP